د خوست ولایت تخنیکي هیئت د غصب شویو ځمکو د تثبیت په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۹:۵۰
.

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او دغه ولایت کې یې له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه.

تخنیکي هیئت د ناستې له جوړیدلو څخه وروسته په دوو ګروپونو وویشل شو او یو ګروپ یې ځینې دوسیې او سندونه بررسي کړل او له ځینو اشخاصو سره یې وکتل.

.

د هیئت دوه یم ګروپ د حیدرخیل سیمې اړوند دو سرکه او للمي ساحې ته ولاړ او ۱، ۲، ۲۴، ۱۸۲، ۱۸۱ و ۱۸۰ کادستري قطعې له نقشو سره سم په ساحه کې تطبیق کړي او غاصبین یې د هیئت راتلونکې غونډې ته وغوښتل.

یاد شوی هیئت کاروان سرای ساحې ته ولاړ او په مجموع کې دوه یمه دولتي قطعه په عملي بڼه ساحه کې تطبیق کړه ترڅو په اړه یې لازم تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS