د ننګرهار د ده بالا او کوټ ولسوالیو له قومي مشرانو سره د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي کتنه

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د مشرتابه پلاوي او اړونده ځانګړې محکمې، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۱۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د تخنیکي هیئت په حضور سره ددغه ولایت د ده بالا او کوټ ولسوالیو له مشرانو او مخورو سره د جلا کتنو په ترڅ کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دغو ناستو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي ددغو ولسوالیو د اوسیدونکو وړاندیزونه او غوښتنې واوریدې.
یاد شوي هیئت، ددغو دواړو ولسوالیو له اوسیدونکو څخه د ۱۱۸۹۴ جریبه امارتي دښتې په تړاو قانوني سندونه وغوښتل چې هغوی هیڅ ډول سندونه نه درلودل. یاد شوي هیئت ددغو ځمکو په امارتي توب او په دغې برخه کې د لازیاتو څېړونو سره هغوی ته ډاډ ورکړ.