فراه ولایت کې له ۲۷۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۴:۳
.

د فراه ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت مرکز کې غلامان سیمي ته ولاړ او ۲۷۰۲ جریبه ځمکه يې امارتي عامه مرعی تثبیت کړه.

په یاده ځمکه کې کرنیزې ځمکې او دښته شامله ده چې د هغې کرنیزې ځمکې باندې یو څه آبادي هم شوې ده. یاده هیئت په دغې سیمه کې تصرفات او ودانیز کارونه منع کړل.

.

په همدې حال کې، د میدان وردک ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې له کرنې ریاست څخه د ترلاسه شوو لیکوونو د غاصبینو د بشپړ شهرت، د ځمکو کادستري معلومات، موقعیت، نوعیت او د هغې د اندازې په تړاو د معلومات جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

دغې ناسته کې، د مرکزي کمېسیون او حج او اوقافو د لکیوونو په اړه  هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې ټولو ادارو ته د اداري اصلاحاتو پروژې په اړه استعلام  واستول شي.

دغه راز پریکړه وشوه چې راتلونکې ورځ په دشت توپ کې د حج او اوقافو غصب شوې ځمکې څخه لیدنه وشي.

یاده ناسته کې هم پریکړه وشوه چې هره اداره چې د ځمکې د غصب په اړه  لیکوونه هیئت ته استوي، د هغې په اړه بشپړ معلومات هم په لیک کې درج کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS