په کابل ښار کې د معاملو د لارښوونې ۳۸ دفترونه د غیر قانوني فعالیت په دلیل وتړل شول

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۱ - ۱۳:۵۹
.

د عدليې وزارت د معاملو د لارښوونو او د عریضي لیکوونکو د فعالیتونو د بررسۍ او نظارت آمریت د روان کال د لیندۍ میاشت په ترڅ کې د کابل ښار د معاملو د لارښوونې ۱۹۳ دفترونه  نظارت او بررسي کړي دي.

ددغې بررسۍ په لړ کې د معاملو د لارښوونې ۳۸ دفترونه د جواز نه درلودلو، د جواز د نېټې پای ته رسېدلو، جعلي سټو کې معامله او د بېلو نمایندګیو پرانېستلو پر اساس، مهرلاک او تړل شوي دي.

دغه آمریت د معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکوونکو ۶۶ دفترونو ته د بېلابېلو دلایلو له مخې توصیه وکړه او له هغوی څخه يې ژمنې ترلاسه کړي دي.

.

دغه راز یاد آمریت ۳۶۴ د بيلانس ورقې او د پلور سټې، ۴۴۰ د بیلانس ورقې او کرايي سټې، ۳۱۶ د بیلانس ورقې او د ګروي سټې او ۶۱ د بیلانس ورقې او د موټر د پلور سټې بررسي کړي دي.

ددغې بررسۍ په لړ کې ۸ ورقې سټې د غیرقانوني پلور، ۱۰۷ ورقي د کرايي غیرقانوني سټې، ۱۱ ورقي د ګروي غیر قانوني سټې او ۱۳۳ ورقې د موټر غیرقانوني پلورلو سټې ترلاسه شوي دي.

د بررسۍ او نظارت آمریت د ددغې میاشت په لړ کې ۱۳ تنه عریضه لیکوونکي هم په بېلابېلو ناحیو کې نظارت او بررسي کړي او ۲ تنه عریضه لیکوونکي چې د فعالیت جواز څخه پرته يې فعالیت کاوه، د هغوی د فعالیت مخه یې نیولې او د جواز ترلاسه کولو په غرض د ثبت او بررسۍ آمریت ته معرفي کړي دي.

.

دغه راز یاد آمریت د مراجعینو ۱۳ شکایتونو ته رسیدګي کړې او ۵ د معاملو د لارښوونې جوازونه یې لغوه کړي دي. د معاملو د لارښوونې ۲۸ دفترونو ته د اصولي او قانوني پړاونو تېرولو څخه وروسته ددغه آمریت لخوا د فعالیت اجازه هم ورکړل شوې ده.

ددغې میاشت په اوږدو کې یاد آمریت د (۰۸) لیک پر اساس د معاملې د لارښوونو ۴۳ دفترونه په بېلابېلو ناحیو کې نظارت او بررسي کړي او ۱۳ ځله ددغه آمریت غړي د شرعي قبالې د تضمین د رفع په غرض د وثایقو محکمه کې توظیف کړي دي.

دغه راز اصلي سټو کې د جعلي سټو رسولو پایله کې کابو ۸۳۰ زره افغانۍ مالیه هم راټوله او د دولت خزانې ته تحویلې شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزیر د رسمي جریدو او نورو رسمي سندونو د چاپ له بهیر څخه لیدنه وکړه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د بهیر ګروپ په شرکت کې د رسمي جریدو، تقنیني سندونو او درسي نصاب د چاپ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

BACK TO NEWS