د معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکنې د جواز له صادرولو څخه د ۲۰ میلیونو افغانیو عوایدو راټولول

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۰:۴۶

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د انسجام لوی ریاست د تېرو ۹ میاشتو په بهیر کې ۱ زرو ۷۳۴ تنو غوښتنکو ته د معاملو د لارښوونې او د عریضې د لیکنې د فعالیت جواز لیکونه صادر کړي چې له دې لارې یې تقریباً د ۲۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي  .

په دې موده کې د معاملو د لارښوونې ۱ زرو ۲۱۱  دفترو ته جوازلیکونه صادر شوی چې له دې جملې څخه ۳۷۵ جواز لیکونه تمدېدي او ۸۳۶  یې نوي جواز لیکونه دي.

همدا راز دغه ریاست ۵۲۳ تنو نورو غوښتنکو ته د عریضې لیکنې د فعالیت جواز لیکونه صادر کړي چې له دې جملې څخه ۳۳۱ جواز لیکونه نوي او ۱۹۲ نور یې تمدېدي دي.

هغه ټول عواید چې له دې شمېر جواز لیکونو او د سرغړونو په دلیل د معاملې د لارښوونې څخه تر لاسه شوي دي ۱۹ میلیونه او ۹۹۲ زره او ۴۴۱ افغانۍ دي چې د اسلامي امارت خزانې ته تحویلې شوې.

په همدې ډول د انسجام ریاست د بررسۍ پلاوي په دې موده کې د معاملې د لارښوونې ۷۵۰  دفترونه نظارت او بررسي کړل چې له دې څخه ۲۲۵ دفترونه د غیر قانوني فعالیت په دلیل د پلاوي له لورې وټړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۲:۶
Background image

۱۶ تنو متقاضیانو ته د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۱:۴۰
Background image

عدلیې وزارت د ۵ خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراګانو دفترونه د غیرقانوني فعالیتونه په دلیل وتړل

د اسلامي امارت، عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو نظارتي پلاوي د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې ۳۴ ټولنې چې خیریه بنسټونه او اتحادیې پکښې شاملې دي، په کابل ښار کې نظارت او بررسي کړل. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۱:۱
Background image

د ننګرهار عدلیې رئيس د خیریه بنسټونو له‌خوا د مرستو په وېشلو کې پر روڼتیا ټینګار وکړ

د ننګرهار عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي په دغه ولایت کې د فعالو خیریه بنسټونو له یو شمېر مسؤولینو سره په یوې ناسته کې، د خیریه بنسټونو په کارونو کې پر شفافیت او مستحقو کسانو ته د. . .

BACK TO NEWS