د عدلیې وزارت په واسطه د درملو د دوو واردونکو شرکتونو تر منځ د حقوقي دعوا حل

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۹:۴۳

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت مؤظف پلاوي د افغان سرجیکل شرکت او د افغان فارما شرکت ترمنځ دعوا چې له زیاتې مودې را په دې خوا روانه وه په ډیر لنډ وخت کې حل کړه او دغه قضیه یې پای ته ورسوله.

د افغان سرجیکل شرکت او د افغان فارما شرکت له څو کلونو را په دې خوا په ګلف فارموسیوتیکل (جلفار) کمپنۍ پورې اړوند د درملو انحصاري واردولو او د دغې کمپنۍ له لوګو څخه د ګټې اخیستنې پر سر حقوقي دعوا لرله.

د عدليې وزارت د امارت د قضایاو په ریاست کې د هغوی د دوسیې بررسۍ په منظور د دغه وزارت د داخلي پلټنې له ریاست څخه یو پلاوی وټاکه.

مؤظف پلاوي د هغوی دوسیه بررسي کړه او  د بررسیو پایله  ښیي چې د افغان فارما شرکت له هغه وروسته چې عربي متحده اماراتو له ګلف فارمو سیوتیکل (جلفار) کمپنۍ سره د هغوی قرار داد په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې فسخ شو په جعلی ډول یې د خپل شرکت په نامه د جلفار علامې او لوګو په ثبت اقدام وکړ او ۹۶۱ ګڼه رسمي جریده یې هم جعل کړه او له هغې څخه یې د ځان په ګټه د قضیې د پر مخ وړلو لپاره ګټه اخیستي ده له دې امله د افغان فارما شرکت په نامه د جلفار د علامې او لوګو ثبت په جعل او تزویري ډول ثبت موندلی دی او د افغان سرجیکل شرکت د جلفار کمپنۍ د درملو د واردولو اصلي مستحق دی.

د عدلیې وزارت د افغان فارما شرکت مسؤولین د جعل او تزویر په تور څارنوالۍ ته ورپيژندلي او د هغه شرکتونه یې د اړونده ادارو په مرسته تړلي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۷
Background image

په تېره یوه اونۍ کې له ۱۳ داراوکالو څخه نظارت شوی

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۱۳ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۱۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۲۴
Background image

په سمنګان کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د سمنګان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د تېرې اونۍ په ترڅ کې د دغه ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظا. . .

BACK TO NEWS