د عدلیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس معرفي شو
د عدلیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس چې د دې وزارت د وړاندیز پربنسټ او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام په منظورۍ ټاکل شوی، د بشري سرچینو د رئیس مولوي رحمت الله حلیم لخوا د دې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په کار یې پیل وکړ.
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پربنسټ، ښاغلی مفتي محمد زرین ساجد د دې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
په هغه محفل کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوی و، ددې وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.