د یوناما له استازی سره د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس لیدنه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۲:۳۷

د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس، مولوي صاحب فاتح الله فاتح، د ۱۴۰۰ د کب ۱۶ د دوشنبې په ورځ، د ختیځ زون لپاره د یوناما دفتر د بشر د حقوقو له مسؤول سیل ویستر سره وکتل او خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې، د عدلیې رئیس د دې ریاست د کاري ساحې په هکله هغه ته بشپړ معلومات وړاندې کړل، نوموړي وویل چې د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د څلورو آمریتونو لرونکی دی چې د هر یوه کاري ساحه توپیر لري.
د یوناما استازی د بشر د حقوقو په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو، انساني آزادیو او نورو موضوعاتو په برخه کې ځینې پوښتنې مطرح کړې چې د ښاغلی فاتح له لوري د خپل کاري ساحې په حدود کې معقول او منطقي ځوابونه وړاندې شول.
د عدلیې رئیس وویل چې د واقعي عدالت د تأمینولو په منظور د ښځو په حقوقو پورې اړوند په ټولو قضیو کې چې د اسلامي امارت عدلي او قضایي ارګانونو ته استول شوي دي، له شریعت او د افغانستان اسلامي امارت له اصولو سره سم پرېکړه شوې ده او د اسلامي امارت ټول مسؤولین د ښځو د حقوقو په هکله د امیرالمؤمنین وروستۍ فرمان ته، ژمن دي.
په دې لیدنه کې، د یوناما استازی له اسلامي امارت او د افغانستان خلکو سره د مرستې او همکاري ژمنه وکړه نوموړي وویل چې یوناما له اسلامي امارت سره په ټولو برخو کې همکار دی او له اوسنۍ نظام سره تعامل او همکارۍ ته ژمن دی

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۲۲
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له څه باندې ۱۰۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰۱ دفترونو او یو شمېر استوګنیزو بلاکونو څخه نظارت ترسره کړی.

په دې نظارت کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د سرو زرو ۷ پلورنځي د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل

 د غزني ولایت د عدلیې رياست تر مشرۍ لاندې د دغه ولایت د مقام له لورې توظیف شوي نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۷ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د غزني د مرکز په کلاه سبز ساحه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د انسجام آمریت په رهبرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۷مه نېټه د ‌‌سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په نهمه ناحیه کې د. . .

BACK TO NEWS