د عدليې وزارت سرپرست په ياد وزارت کې د تفاهم لپاره لټون نړيوالې ټولنې سرپرست سره وليدل

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۰ - ۱۹:۵۵
.

نن چهارشنبه د ۱۴۴۳ هـ کال په ۷ مه نېټه د عدليې وزارت سرپرست وزير ښاغلي شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي صاحب په خپل کاري دفتر کې د تفاهم لپاره لټون نړيوالې ټولنې له رئيس سره وليدل.
په ناسته کې په افغانستان کې د اولس او نظام ترمنځ پيوستون او د شخړو د مخنيوي په پار په بېلابېلو پروګرامونو خبرې اترې وشوې.
ښاغلي شمېل ادريس چې د يادې ټولنې اوسنی او دويم رئيس دی د خپلو فعاليتونو او د ټولنې د تاريخچې په اړه وضاحت ورکړ او په افغانستان کې يې له اوسني وضعيت څخه خوښي څرګنده کړه، هغوی زياته کړه چې زه له امريکا څخه افغانستان ته راتلم نو ځينو له دې پرېکړې څخه ګرځولم او دا يې مناسبه نه ګڼله چې په اوسني شرائطو کې دې هيواد ته راشم خو ما غوښتل چې د رسنيو په تبليغاتو باور ونه کړم او په خپله له نژدې څخه واقعيتونه درک کړم، اوس چې په افغانستان کې يم او دا وضعيت مشاهده کوم نو فکر کوم چې په رسنيو کې چې څه ويل کيږي هغه کاملاً له واقعيتونو سره ټکر لري، دلته اوس خلک په اطمنان، هوساينې او امن کې ژوند کوي او په پوره ډاډ سره د هيواد له يوې برخې بلې سيمې ته سفر کولی شي.
نوموړي ژمنه وکړه چې زه به په خارج کې د افغانستان د درانه اولس او د اوسني ښه نظام رښتونو اقداماتو او د مثبتو لاسته راوړنو په تړاو به خلکو ته پوهاوی ورکوم.
د عدليې وزارت سرپرست وزير صاحب د افغانستان د روان وضعيت په تړاو پوره وضاحت ورته وکړ، او ژمنه يې ورسره وکړه چې د نظام او اولس سره د خدمت په برخه کې به همغږي او مرسته ورسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS