۴۶ تنو غوښتونکو ته، د دفاع وکالت نوی جوازلیک وویشل شو
د اسلامي امارت د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۲ نېټه د سه شنبې په ورځ، ۴۶ تنو غوښتونکو ته، د دفاع وکالت نوی جوازلیک وویشل شو.
په هغو مراسمو کې چې همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوی وو، د عدليې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، ددغه وزارت رئیسانو او د دفاع وکالت د نوي جواز لیک ګڼ شمېر غوښتونکو، ګډون کړی وو.
په دغو مراسمو کې، د عدليې وزارت مسلکي معین د موضوع په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې دغه وزارت هڅه کوي ترڅو لازمې آسانتیاوې د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو له پاره برابرې کړي.
نوموړي د وکالت د جواز غوښتونکو ته په خطاب سره وویل چې تاسې ددغه جواز په اخیستلو سره د عدليې وزارت د استازي په عنوان د خلکو ترمنځ فعالیت کوئ او ددغه جواز په ورکولو سره د عدليې وزارت تاییدوي چې یاد شخص په شرایطو برابر و د اعتبار وړ دی. نو هڅه وکړئ چې د خپل او د عدليې وزارت حیثیت ته زیان ونه رسوئ او باید داسې چلند وکړئ چې خلک پوه شي چې عدليې وزارت په رښتیا وړ اشخاص ټولنې ته معرفي کړي دي.
دغه راز نوموړي د دفاع وکالت د جواز غوښتونوکو څخه وغوښتل چې د هغوی موخه یوازې د پیسو ترلاسه کول نه وي او دا فکر ونه کړي چې قضیه وګټي، بلکې هڅه وکړي چې قضیه له شریعت سره سم پر مخ یوسي ترڅو حق حقدار ته ورسیږي.
په دغو مراسمو کې ددغه وزارت د تقنین لوی رئیس او د حقوقي مرستو رئیس هم خبرې وکړې او د دفاع وکالت د جوازلیک له غوښتونکو څخه یې وغوښتل چې خپل دندې او مسوولیتونو په امانت دارۍ ترسره کړي او خلکو ته صادقانه خدمت وکړي.
ددغو مراسمو په پای کې، د مدافع وکیلانو رئیس سید حبیب الحبیب د دفاع وکالت د جوازلیک له غوښتونکو سره د تحلیف مراسم ترسره کړل او غوښتونکو ته، د دفاع وکالت نوي جوازلیکوونه وویشل شول.
