۲۴ تنو غوښتونکو ته د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۱:۵۸
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.

په دغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو په کې ګډون درلود.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی یې خپلو مسؤولیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.

په یادو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو ته له دې دندې او د هغوی له مکلفیتونو سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۲۴ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS