یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل شول

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۴:۴
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو د چارو ریاست د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۴ نېټه د دوشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوې وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د  عدليې وزارت د انسجام  لوی رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو د چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې د  عدليې وزارت د انسجام  لوی رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل.

نوموړي هغوی خپلو مسوولیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل ویې ویل چې د معاملاتو د لارښوونې جواز یواځې یو جواز نه دی بلکې د خلکو ترمنځ ستاسې د نیکې معاملې د اعتبار سند دی او تاسې باید هغه ژمنه په پام کې ونیسئ چې له لوی څښتن تعالی، د افغانستان شریف ولس او عدلیې وزارت سره لرئ، په خپلو ټولو معاملاتو کې د الله تعالی رضایت په پام کې ولرئ او په معاملاتو کې له هر ډول فریب کارۍ، غل او غش څخه ډډه وکړئ ترڅو زموږ د ځوریدلي ولس دردونو ته مرحم او ټپونو ته پټۍ اوسئ. دغه راز نوموړي هغوی له اسلامي امارت سره همکارۍ ته وهڅول.

په دغو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکي له دغې دندې سره د هغوی لازیاتې پېژندګلوۍ او د هغوی د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۲۱ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS