یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۱:۳۷
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د رجب المرجب د میاشتې په ۹ نېټې د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.

په دغو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو ته د هغوی له مکلفیتونو او له دغې دندې سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۲۵ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شوال د مياشتې ۲۲ مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۴۷
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست او د موټر پلورنځيو یو شمېر استازو تر منځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

د غزني ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د موټر پلورنځيو یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته د شوال د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د عدلیې رئيس مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۳۵
Background image

د عدليې وزير د خصوصي روغتونونو له یو شمېر مسئولینو سره ناسته وکړه

 د اسلامي امارت د عدليې وزير، محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي د يوې ناستې په ترڅ کې د يو شمېر خصوصي روغتونونو له مسئولينو سره وکتل او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه يې له هغوی سره. . .

BACK TO NEWS