یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۳:۱۸
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د انسجام د لوی ریاست رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري او د یاد وزارت نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د انسجام د لوی ریاست رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.

په دغو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو ته د هغوی له مکلفیتونو او له دغې دندې سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۲۴ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۱۱
Background image

د عدلیې وزارت لخوا په تېرې یوې میاشت کې لسګونو بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو لپاره د حقوقي مرستو وړاندې کېدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذی‌القعدې میاشتې په ترڅ کې لسګونو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې کړي او د هغوی له حقوقو څخه يې په محکمو کې دفاع کړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د عدليې وزير د ناروې د سفارت له شارژدافیر سره وکتل او خبرې وکړې

 د اسلامي امارت د عدليې وزير، محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي افغانستان لپاره د ناروې د سفارت شارژدافیر، ښاغلي في البرت ایلساس او له مل پلاوي سره وکتل او د کورنيو قوانينو، نړيوالو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۴ خیریه بنسټونو له فعالیتونو نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۱۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په درېیمه ناحيه کې د خیریه بنسټونو له ۴ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS