کابل ولایت کې د تېرو شپږ میاشتو په ترڅ کې د غیرقانوني فعالیت په دلیل د معاملو د لارښوونې ۳۳۲ دفترونه وتړل شوو

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۰ - ۱۳:۲۴

د عدليې وزارت د معاملود لارښوونې او د عریضې د لیکوونکو د چارو ریاست د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د معاملې د لارښوونې ۱۵۵۴ دفترونه د کابل ولایت په بېلابېلو برخو کې نظارت او بررسي کړل چې له دغې جملې څخه د هغو ۳۳۲ دفترونه د جواز نه درلودلو، د جواز د عدم تمدید، جعلي سټو کې معامله ترسره کولو، نوي نمایندګۍ او د غیر قانوني نقل مکان پر بنا مهرلاک او وتړل او د معاملو د لارښوونې ۱۰۷ دفترونو ته له تعهد اخیستلو څخه وروسته، بیا ځلي د فعالیت اجازه ورکړل شوه.

دغه ریاست د معاملو د لارښوونې ۱۸۷ دفترونو ته د بېلابېلو علتونو په دلیل سپارښتنې وکړې او د غیرقانوني پلورلو د سټو ۴۷ ورقې، د غیرقانوني کرايي د سټو ۳۰۱ ورقې، د غیرقانوني ګروي د سټو ۴۸ ورقې او د موټر غیر قانوني د سټو ۴۰۳ ورقې ترلاسه کړي او په اصلي سټو کې درج کړي دي.

دغه راز یاد ریاست د پلورلو سټو ۱۵۸۷ ورقې، د کرايي سټو ۲۴۳۰ ورقې، د ګروي سټو ۱۷۸۲ ورقې او موټر پلورلو سټو ۴۴۰ ورقې له بیلانس او د معاملو د لارښوونې له راپور سره اخیستې او بررسي کړي دي.

د معاملو د لارښوونې او د عریضي لیکوونکو ریاست، د مراجعینو ۲۴ شکایتونو ته هم رسیدګي کړې او د وثایقو محکمه کې د معاملو د لارښوونې د ۴۰ دفترونو د شرعي قبالو رفع تضمین اجرا کړي دي.

یاد ریاست په دغې موده کې اصلي سټه کې د جعلي سټو د مالیاتو درج کولو له درکه کابو ۳ میلیونه او ۳۱۹ افغانۍ راټولي کړي او د اسلامي امارت خزانې ته يې تحویلې کړي دي.

دغه راز یاد ریاست د معاملو د لارښوونې ۵۳ دفترونه چې جوازلیکوونه یې لغو شوي په ګوته کړي او د معاملود لارښوونې او د عریضې د لیکوونکو د ۴ دفترونو مسوولین له نظارت څخه وروسته، عدلي تعقیب کړي دي. په همدې توګه د معاملود لارښوونې او د عریضې د لیکوونکو ۱۰۷ نورو دفترونو مسوولین او سرغړونکو ته سپارښتنه کړې او له هغوی څخه یې ژمنه اخیستې ده.

په همدغه ډول د معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکوونکو د چارو ریاست د معاملو د لارښوونې ۲۷ دفترونه د کابل په بېلابېلو برخو کې د استخباراتو لوی ریاست د ۰۸ ګڼې لیک پر اساس، نظارت او بررسي کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS