په ۱۱ ولایتونو کې ۱۱۵۷ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شوې

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۳:۴۲
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي امریتونو یې په لسو نورو ولایتونو کې ۱۱۵۷ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دغه برنامې د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲ او ۲۳ مه نېټه د شنبې او یکشنبې  په ورځو د مرکز په ګډون غور، نورستان، لوګر، دایکندي، کندز، بادغیس، ميدان وردګ، سمنګان، غور او پروان ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو  برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۵۲
Background image

په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۲۲ جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۰۰ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د البرز ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS