په کندز ولایت کې څه دپاسه د ۳ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۵:۶
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الاول د میاشتې په ۳ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې، د قلعه ذال ولسوالۍ د ګل تپې د توبره کش ساحې د ۳ جریبه او ۱ بسوې ځمکې دوسیه له بررسۍ او د هغې له غیرشرعي متصرف څخه د اعتراف له اخیستلو وروسته امارتي تثبیت او استرداد شوه او دغه راز د یادې ولسوالۍ د ګل تپې په چهار ساحې کې ۹ جریبه نوره ځمکه امارتي تثبیت شوه او د څېړنو بشپړولو په منظور لازمې لارښوونې وشوې.

په یاده ناسته کې، د کلباد ولسوالۍ په غرو سوم ساحې کې د څړځای د ۱۰۰ جریبه ځمکې دوسیه هم بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او د څېړنو د بشپړولو په اړه د دغه هیئت سکرتریت ته لازمې لارښوونې وشوې.

وروسته یاد هیئت د دغه ولایت د حوزوي روغتون انګړ ته ولاړ او د یاد روغتون په انګړ کې د درملتون د جوړولو له ساحې څخه له نږدې لیدنه وکړه او لارښوونه یې وکړه چې د اړوندو مراجعو له لارې څېړنې ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د ارزګان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۴مه نېټه د سه‌شنبې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۰
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د زابل ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۴مه نېټه د سه‌شنبې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۸:۴۷
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۵مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د امارت د قضایاوو عمومي رياست د درېیمې رتبې د درېيو تشو بستونو. . .

BACK TO NEWS