د عدلیې وزارت د شپږو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جماديالأولی د مياشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د امارت د قضایاوو عمومي رياست اړوند د درېیمې رتبې د شپږو تشو بستونو رقابتي ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.
په دې ازموینه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د کارکوونکو چارو ریاست او د دغه وزارت د نورو برخو مسئولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.
د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست مسئولینو د یادو بستونو د اهميت، د ازموینې د ډول او د پوښتنو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې له روڼتیا څخه هم ډاډ ورکړ.
په دې ازموینه کې د ګډون لپاره ۲۱۸ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دې جملې څخه ۱۳۷ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې سیالي وکړه.
