د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانو رياست او د کابل ولایت د استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
Sun, Nov 22 2026 11:39 AM
.

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مفتي ضیاءالحق ثاقب او ورسره مل پلاوي د جمادي‌الآخره د مياشتې په ۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل ولایت د استیناف محکمې له رئیس، محترم مفتي ذبیح الله ساجد سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د مدافع وکیلانو رئیس څرګنده کړه چې اړتیا ده د کابل ولایت د استیناف محکمې د وثایقو ټول آمریتونه د مدافع وکیلانو د دفاع وکالت د صادر شویو وثایقو نوملړ (اندراج) د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو له ریاست سره شریک کړي.
همداراز نوموړي وویل چې د فساد، جعل او فریب د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د دفاع وکالت وثیقې یوازې هغو کسانو ته صادرې شي چې له عدلیې وزارت څخه د فعالیت رسمي جواز ولري او له جواز پرته هېڅ شخص ته د دفاع وکالت اجازه ورنه‌کړل شي.
له بلې‌خوا په یاده ناسته کې د کابل ولایت د استیناف محکمې رئیس هم د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو له ریاست سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د صادر شویو وثایقو نوملړ به له دغه ریاست سره شریک شي او دغه راز مدافع وکیلانو ته د وثیقې د صادرولو په برخه کې به لا زیاته پاملرنه وشي. 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS