په کندز ولایت کې څه باندې د ۱۰۳ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۰:۵۶
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۵ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په یاده ناسته کې، د دشت ارچي ولسوالۍ د مرکز ساحې د ۷ جریبه ځمکې دوسیه، د لاله میدان ساحې د ۹۱ جریبه ځمکې دوسیه او د انګور باغ ساحې د ۵ جریبه ځمکې دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او یادې ځمکې د هغو د متصرفینو د اعتراف په اساس امارتي تثبیت او استرداد شوې.

یاد شوي هیئت لارښوونه وکړه چې د دشت ارچي ولسوالۍ د مرکز ساحې د ۷ جریبه ځمکې او د انګور باغ ساحې د ۵ جریبه ځمکې د اجارې ورکولو بهیر د هغو له غیر شرعي ذوالید سره له پړاوونو څخه تېر شي او د لاله میدان ساحې د ۹۱ جریبه ځمکې دوسیه د تاییدي په غرض مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د امام صاحب د ولسوالۍ د قلم ګذر ساحې د ۲۰ جریبه ځمکې دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او امارتي تثبیت شوه د کلباد ولسوالۍ د غرو ساحې دوسیې په تړاو هم لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS