په کابینه کې د عدليې وزارت له لوري د وړاندې شویو تقنیني سندونو شپږطرحې تصویب شوې

waheed
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۴ - ۹:۲۴
په کابینه کې د عدليې وزارت له لوري د وړاندې شویو تقنیني سندونو شپږطرحې تصویب شوې

د هېواد د عدليې وزیر ډاکتر عبدالبصیر انور د کابینې په هغې غونډه کې چې د روان کال د سلواغې د میاشتې په ۲۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د رئیس محمد اشرف غني په مشری جوړه شوه، د اوو تقنیني سندونو طرحې غونډې ته وړاندې کړې چې شپږ طرحې يې په پرنسیپ کې تصویب شوې.

د هېواد دعدليې وزیر په دې غونډه کې د دولتي شرکتونو د قانون د پنځوسمې مادې (۶ او ۹) مقررو د تعدیل، طرحه، د افسرانو، برید ملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو د قانون د ځینو مادو د تعدیل او ایزاد طرحه، د زندانونو د چارو د تنظیم د قانون طرحه، د ښاري ځمکې د بیا تنظیم او د ښاري ځمکې بیا پراختیا د مقررې طرحه، د هوا د ککړتیا او مخنیوي د مقررې د ځینو مادو تعدیل طرحه، د رسنیو او حکومت د ګدې کمېټې د مقررې طرحه او د ښاري غیر رسمي ملکیتونو د چارو د تنظیم د مقررې د ځینو مادو د تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

د دغو سندونو شپږ لومړني مواردو د کابینې له لوري په پرنسیپ کې تصویب شول او د عدليې وزارت مؤظف کړی شو چې ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د نورو اړوندو بنسټونو په همکاری سره د ښاري غیر رسمي ملکیتونو د چارو د تنظیم د مقررې د ځینو مادو د تعدیل طرحه د غونډې له یادونې سره سم تصحیح او د کابینې راتلونکو غونډو ته دې وړاندې کړي.

ډاکتر عبدالبصیر انور د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې د مقررې د طرحې د موخې په باره کې وویل چې دغه مقرره د رسنیزو اشخاصو د امنیت او خونديتوب د تآمینولو، د رسنیزو اشخاصو پرخلاف د تاوتریخوالي قضیو ته د رسیدګي د بهیر د ګړندي کولو، د تاوتریخوالي د کمښت او د رسنیزو کارکوونکو د صنفي او حرفوي حقوقو د تآمینولو او د رسنیو اړوندو دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د تآمینولو په موخه ترتیب او پړاوونه يې تېر شوي دي.

په دې غونډه کې دغه راز د عدليې وزارت مؤظف کړی شو چې دغه طرحې دې د کابینې له لوري د وړاندې شویو اصلاحي نظریو له مخې تصحیح او وروستي کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۲
Background image

د کال ۱۳۹۹ لپاره د عدليې وزارت تقنیني ستاژ د شمولیت آزموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ج د عدليې وزارت د تقنیني ستاژ د شمولیت ازموینې څلورم دور د دغه وزارت لخوا د ۱۳۹۹ هـ.ش کال لپاره واخیستل شوه.

دغه ازموینه چهارشنبې ورځ، د کب ۷ نېټه د افغانستان په ملکي خدمتونو. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د کابل دارالترجمو د ژباړونکو د آزموینې دریمه دوره ترسره شوه

د ا.ا.ج د عدليې وزارت د رسمي سندونو ژباړنې او تصدیق د چارو د حکمونو د تطبیق او په هېواد کې د رسمي سندونو د ژباړنې د کیفیت د لوړولو په منظور، د کابل د دارالترجمو دژباړونکو د آزموینې. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۳:۹
Background image

د عدليې وزارت مکمل رپوټ چې  په، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په خبري کنفرانس کې وړاندې شو.

شنبه، د ۱۳۹۸ کال د کب ۳مه-ملت ته د حکومت د حساب ورکولو کنفرانس
 د قوانینو اصلاح کول د عدلیې وزارت له عمده موخو څخه ده، چې د طرحې، د تقنیني اسنادو د تسوید او تدقیق او د چاپ پړاوونو د. . .

BACK TO NEWS