په کابل کې ۲۳ د معاملو لارښوونې او موټر پلورنځي وتړل شو

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۱۴:۱۲
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کابل ښار په اووه لسمه حوزه کې د ۳۹ د معاملو د لارښوونې دفترونه او موټر پلورنځیو د سندونو له بررسي څخه وروسته، د سرغړونې او غیر قانوني فعالیت په سبب ۲۳ د معاملو د لارښونې او موټر پلورنځۍ یې وتړلې.

تېره اونۍ د معاملو د لارښونې څخه د څارنې او بررسي لپاره د وزارت ټاکل شوي پلاوې د دې وزارت د معاملو د لارښونې ریاست د رئیس مولوي احسان الله وثیق په ګډون د کابل ښار د اووه لسمې حوزې د سر کوتل، شهرک صفا او شهرک طلایي په سیمه کې د معاملو د لارښونې له دفترونو او موټر پلورنځیو څخه څارنه ترسره کړه.

دغه پلاوي د معاملو د لارښونې دفترونو او موټر پلورنځیو د سندونو له بررسي څخه وروسته، دغیر قانوني فعالیت او په ټاکلي موده کې د جواز نه تمدید له امله ۱۴ بابه د معاملو د لارښوونې دفتر او ۹ بابه موټر پلورنځۍ یې (مهر او لاک) وتړلې.

د دغه پلاوي له خوا تړل شوي د معاملو د لارښوونې دفترونه او موټر پلورنځيو له دې وروسته د معاملو د ترسره کولو حق نه لري.

د عدلیې وزارت د معاملو د لارښوونې او موټر پلورنځیو له ټولو مسوولینو څخه غواړي چې د جواز د ترلاسه کولو او تمدید سره خپل فعالیت قانوني کړي. دغه وزارت همداشان له ټولو محترمو ښاریانو څخه غواړي چې  په دغو دفترونو کې د خپلو معاملو له ترسره کولو څخه مخکې د عدلیې په وزارت کې د معاملو دلارښوونې او یا موټر پلورنځۍ له ثبت څخه ډاډ ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۸ - ۱۲:۲۹
Background image

عدلیې وزارت خپلو کارکوونکو ته دیني او اداري روزنیز  پروګرامونه په لار  واچول

عدلیې وزارت ۱۵۲ اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دیني، اداري او سواد زده کړې روزنیز پروګرامونه پیل کړل.

یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۱۸:۲۵
Background image

په افغانستان کې د جینوا غږ (Geneva call)  د دفتر له رئیسې سره د عدلیې وزیر لیدنه

د افغانستان اسلامی امارت د عدلیې وزیر محترم مولوي عبدالحکیم شرعي د یکشنبې ورځ د ۲۹/۵/۱۴۴۳ نېټه په افغانستان کې د جینوا غږ د دفتر له رئیسې میرمن فریانه ...

یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۱۷:۴۰
Background image

خبرتیا

په مرکز او ولایتونو کې ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۲۳۵۲ مکتوب په اساس چې د ۱۴۴۳ / ۵/ ۱۳ مه نېټه د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت له لوري صادر شوی، هغه مدافع وکيلان. . .

BACK TO NEWS