په کابل کې د ۱۵ ښارګوټو اسناد د عدلیی وزارت تر څېړنې لاندې دي

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۷ - ۱۱:۵۸

د عدليې وزارت د ۱۵ ښارګوټو څخه چې د کابل په  بېلا بېلو ناحیو او ولسوالیو کې موقیعت لري، اړوند اسناد راټول کړي دي،او تر څېړنو لاندې دي.

عدلیې وزارت ـ د امارت د قضایاوو عمومي ریاست د روان کال د لېندۍ په شپږمه نېټه د کابل ښار پنځمې، شپږمې، اتمې، لسمې، دولسمې، اوولسمې او بګرامۍ، ده سبز، پغمان او شکردرې ولسوالیو له ۲۷ ښار ګوټو څخه لېدنه وکړه.

چې له دې جملې څخه ۱۵ ښار ګوټو خپل اسناد – عدلیې وزارت ته سپارلې دي، او تر څېړنې لاندې دي.

نوموړي اسناد د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د کابل ښاروالۍ په مرسته څېړل کیږي، تر څو څرګنده شي، چې څومره امارتي ملکیتونه په دغه ښار ګوټو کې غصب شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د پاتې ځایونو اسناد به هم د امنیتی ادارو په مرسته حاضریږي او څېړل کيږي او  دا لړۍ به د ټولو ښار ګوټو د اسنادو څېړنو تر پای دوام ولري.

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS