په کابل ښار کې د ۲۰ دارالوکالو بررسي او څارنه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۵:۲۹
.

د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو د څارنې پلاوي د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۵ نېټې د دوشنبې په ورځ په کابل ښار کې د مدافع وکیلانو او دارالوکالو د فعالیت له څرنګوالي څخه بررسي او څارنه ترسره کړه.

د یادې بررسۍ په ترڅ کې د کابل ښار په دوه یمې ناحیې کې ۲۰ دارالوکالې بررسۍ او څارنې لاندې ونیول شوې او له دغې جملې څخه ۱ دارالوکاله چې د مدافع وکیلانو د کړنلارې خلاف جوړه شوې وه، وتړل شوه او د ۱ بلې دارالوکالې متصدي چې لوحه یې د جوازلیک مطابق نه وه او غیر مسؤله شخص په هغې کې فعالیت ترسره کاوه، د ځواب وړاندې کولو په موخه عدليې وزارت ته وبلل شو.

دغه راز یوې بلې دارالوکالې ته چې د هغې متصدي تر دې دمه د وکالت مهر نه دی ترلاسه کړی، توصیه وشوه چې ژر تر ژره خپل مهر له اړوندې مطبعې څخه ترلاسه کړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS