په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۴۱
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او د هغو کورنو په کرایې ورکولو څخه هم ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د سمنګان، جوزجان او سرپل ولايتونو له واليانو سره وليدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې تېره اوونۍ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو  ته سفر وکړ او له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په هرات ولایت کې د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې د هرات ښار په ۱۴ ناحیه کې په تېرو دوه ورځو کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۴۶
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو د ۴۵ دفترونو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۲۹ اتحادیو، ۱۷ خیریه بنسټونو، ۱ شورا او ۱ سازمان فعاليتونه نظارت او بررسي کړل.. . .

BACK TO NEWS