په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۳۷
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د پروان ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او د هغو کورنو د کرایې ورکولو څخه ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال پرتله کرایه یې له لس سلنې څخه ډېره وي.

همدارنګه یادې کمېټې د درېيو تنو عریضو ته چې د کورونو له مالکینو څخه یې د کرایې د لوړوالي په هکله شکایت درلود، هم رسېدنه وکړه.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۵۶
Background image

په پکتيکا ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۲۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۷
Background image

په بغلان ولایت کې د عدلیې ریاست او یو شمېر عریضه لیکونکو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د بغلان ولایت د عدلیې رياست مسؤولينو د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت له یو شمېرعريضه ليکونکو سره د ياد رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۳۵
Background image

د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د نیمروز د عدلیې ریاست اداري ناسته د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د عدليې رئیس، مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
پ. . .

BACK TO NEWS