په هرات ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۲۵
.

 د هرات ولایت د حقوقي مرستو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل او متصدیانو ته یې توصیه وکړ چې د اصولو او قوانینو مطابق فعالیت ترسره کړي.

همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د مدافع وکيلانو کاري هم ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې هغوی ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۲۸
Background image

په نیمروز ولایت کې د عریضه‌لیکونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره زده‌کړیزه برنامه جوړه شوه

 د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست د یاد ولایت د استیناف محکمې په ملتیا د نیمروز ولایت شاوخوا ۵۰ تنو عریضه‌لیکونکو ته د عریضه‌لیکنې د اصولو تر عنوان لاندې زده‌کړییزه برنامه جوړه کړه.

ياده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې ۸ د معاملاتو لارښوونې دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د انسجام آمریت په رهبرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۵ نېټه د ‌‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په نهمه ناحیه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۷
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الثاني د مياشتې په ۱۵مه نېټه د شنبې په ورځ، په کندز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

BACK TO NEWS