په نیمروز ولایت کې ۱۸ جریبه امارتي ځمکه تثبیت او خط په کې واچول شو

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۴:۲۲
.

د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د محرم الحرام د میاشتې په ۲۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د محمد کلا د کلي د ځمکو موضوع په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه او تصمیم ونیول شو چې یو پلاوی ټاکل شوې ساحې ته ولاړ شي او ساحه بررسي کړي.

ورپسې د یاد ولایت د کرنې رئیس په مشرۍ له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د زرنج ښار د محمد کلا کلي ته ولاړ او د املاکي دفترونو او کادستري نقشو په پام کې نیولو سره د جي پي اس په دستګاه یو ټوټه امارتي ځمکه چې ۱۸ جریبه کیږي، تثبیت او تفکیک کړه او خط یې په کې واچو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS