په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۰:۰
.

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۴مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۳۷ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره  کړ.

مؤظف نظارتي پلاوي د یادو عريضه ليکونکو د فعالیت جوازونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.

د ياد نظارت پر مهال نظارتي پلاوي له عریضه ليکونکو څخه غوښتنه وکړه چې په شفاف او سمه توګه عريضه وليکي ترڅو د مراجعينو له سرګردانۍ څخه مخنيوی وشي.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۳۰
Background image

په کابل ښار کې له ۲۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د محرم د میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ۲۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۱۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د میدان وردګ ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۳مه نېټه د ‌شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۷
Background image

په بغلان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د بغلان ولایت د عدليې ریاست مؤظف نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، پلخمري ښار کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له ۲۶ دفترونو. . .

BACK TO NEWS