په ننګرهار کې د موټر پلورنځیو ۷۰ تنو متصدیانو لپاره زدهکړه ییزه برنامه جوړه شوه
د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست، د بټيکوټ ولسوالۍ او د یاد ولایت د مارکو ساحې د موټرپلورنځیو دفترونو ۷۰ تنو متصدیانو او مسؤولینو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.
په دې برنامه کې چې د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۴ نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه، د یاد ریاست د انسجام آمریت مسؤولینو پکښې ګډونوالو ته د معاملاتو لارښوونې او موټرپلورنځۍ د اصولو، د موټرپلورنځیو د مسؤولینو د وجایبو او په سمه توګه له سټو او د ثبت کتاب څخه د ګټې اخیستنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز د یادې دندې اړوند تقنیني سندونه یې تشریح کړل.
د ننګرهار ولایت د مستوفیت ادارې مسؤولینو هم د دغې برنامې په یوې برخه کې د مالیاتو د تادیې په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو سره یې اړين معلومات شریک کړل.
دغه راز په دې برنامه کې د موټر پلورنځیو مسؤولینو او متصدیانو خپلې پوښتنې او ستونزې مطرح کړلې او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغوی پوښتنو ته ځواب وړاندې کړ او د ستونوزو لرې کولو په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ.
د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست په پام کې لري چې د یاد ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې او موټرپلورنځیو د ټولو دفترونو مسؤولینو ته دغه ډول زده کړه ییزې برنامې جوړې کړي ترڅو معاملات په شفاف او قانوني توګه ترسره شي او دغه راز مالیات په سمه توګه تادیه شي.