په ننګرهار ولایت کې د غیر قانوني فعالیت له امله ۷ موټر پلورنځي وتړل شول

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۴:۵۲
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د جمادي الثاني د میاشتې په ۳۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د جلال آباد ښار اړوند له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه نظارت وکړ.

یاد  پلاوي د یاد نظارت او بررسي په ترڅ کې د موټر پلورنځیو د فعالیت قانوني جواز، د موټرو د پېر او پلور قانوني پروسه، د رسمي سټو کارول او نور اړین موارد بررسي کړل او ۷ موټر پلورنځي یې د غير قانوني فعاليت له امله وتړل. 

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په اړوندو برخو کې نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه د ربیع‌الاول د میاشتې په ۲۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت د رئیسانو او کارکوونکو او د ملکي خدمتونو انستیتوت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځم. . .

BACK TO NEWS