په غور ولایت کې د څه باندې ۵۱ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۳:۵۱

 د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنیکي هیئت په دې ناسته کې د غور ولایت مرکز ولسوالۍ اړوند په باد ګاه کلي کې د يو‌ پنځوس زره څلور سوه اتيا (۵۱۴۸۰) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې په اړه دې املاکي څېړنې ترسره شي او پايلې یې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي. 
همدارنګه، په دې ناسته کې د ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بررسي لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۸ دفترونه د سرغړونو له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۵۴. . .

BACK TO NEWS