په غور ولایت کې د څه باندې ۵۱ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل
د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذیالحجې د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنیکي هیئت په دې ناسته کې د غور ولایت مرکز ولسوالۍ اړوند په باد ګاه کلي کې د يو پنځوس زره څلور سوه اتيا (۵۱۴۸۰) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې په اړه دې املاکي څېړنې ترسره شي او پايلې یې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بررسي لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.