په سمنګان ولایت کې د ۱۷ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل
د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د ربیعالاول د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.
د تخنیکي هيئت په دې ناسته کې، مؤظف هيئت چې د یاد ولایت خلم ولسوالۍ ته د اووه لس زره (۱۷۰۰۰) جریبه ځمکې د تشخیص او تفکيک په موخه سفر کړی و، د بررسۍ جزئیات وړاندې کړل.
هیئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې د دوسیې په اړه څېړنې او بررسۍ بشپړې شي او د لازمې پرېکړې په موخه دې په راتلونکې ناسته کې وړاندې شي.