په سرپل ولایت کې د څه باندې ۲ زره جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۰:۲۵
.

د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخینوي تخنیکي هیئت ناسته، د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۰ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د یاد ولایت سید اباد ولسوالۍ اړوند په مغل چر ساحه کې د څه باندې دوه زره یوسلو څلور اويا(۲۱۷۴) جریبه ځمکې موضوع په اړه بحث وشو او تر هر اړخيز بحث وروسته یاده ځمکه امارتي تثبيت او تشخيص شوه.

هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همدارنګه، په دې ناسته کې د سرپل ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS