په سرپل ولایت کې د عامه څړځای څه دپاسه د ۱۰ زرو ۳۰۰ جریبه ځمکې تثبیت

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۱۲:۴۱
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوی د تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶ نېټې د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

یاد هیئت د دوسیو له بررسۍ څخه وروسته د سانچارک ولسوالۍ د دهمرده کلي په یولتردي ساحې کې د عامه څړځای ۱۰۳۴۹ جریبه او ۱۰ بسوې او ۹ بسواسې ځمکه تثبیت کړه او لارښوونه یې وکړه چې په راتلونکې ناستې کې به د دعوا د لورو په حضور کې خپله پریکړه صادر کړي.

دغه راز د یاد ولایت له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷ نېټې د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د صیاد ولسوالۍ بلند غور افغانیه ساحې ته سفر وکړ او د دعوا له لورو او مشرانو سره له ناستې څخه وروسته يې تر دعوا لاندې ساحې له نږدې ولیدلې او بررسي کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS