په زابل ولایت کې د کابو ۱۲۶ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۸:۵۱
.

 د زابل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شعبان د مياشتې په ۱۳ مه نېته، د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د یوسلو پنځه ويشت زره نهه سوه پنځوس (۱۲۵۹۵۰)  جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث او خبرې وشوې او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تثبیت او تشخيص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په ياده ناسته د زابل ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د عدلیې وزارت له لوري د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست، د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست، د روان کال د غبرګولي (جوزا) او چنګاښ (سرطان) میاشتو په اوږدو کې د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۰
Background image

په سرپل ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د سرپل ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۰مه نېټه د شنبې په ورځ، له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
د نظارت په ترڅ کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۶مه نېټه د ‌سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په اړوندو سیمو کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS