په جعلي سټو کې معامله غیرقانوني ده او د معاملاتو لارښوونې له سرغړونکو دفترونو سره جدي چلند کېږي

په دې وروستیو کې لیدل شوي چې د معاملاتو لارښوونې ځینو دفترونو په مرکز او ولایتونو کې د جعلي سټو په جوړولو او په هغو کې د پېر، پلور، کرایې او بیع وفا معاملاتو په ترسره کولو لاس پورې کوي چې دا کار غیرقانوني، جعل کاري او مالیاتي تېښته بلل کېږي.
د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې ټولو دفترونو ته چې د دغه وزارت جواز لري خبر ورکوي چې په معاملاتو کې له هر ډول جعل کارۍ او د جعلي سټو له کارولو څخه ډډه وکړي. د دې جعل کارۍ د تکرار په صورت کې، د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې سرغړونکی دفتر مهرلاک کوي، د فعالیت جواز یې ضبط او متصدي یې د قانوني تعقیب په موخه مسؤول نهاد ته معرفي کوي او سرغړونکی د شکایت حق نهلري.
دا وزارت له هېوادوالو څخه هم غوښتنه کوي چې د دغه ډول جعل کارۍ د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي او په هغه صورت کې چې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو له لارې، معامله ترسره کوي د معاملې سټه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه په مرکز کې د عدلیې وزارت او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو ته وړاندې کړي.