په بلخ ولایت کې د ۱۸ دارالوکالو نظارت او بررسي کېدل
د بلخ ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت او د یاد ولایت د نورو ادارو څخه ګډ نظارتي پلاوي د مزار شریف ښار په پنځمه ناحيه کې د یو شمېر مدافع وکیلانو او دارالوکالو له فعالیت څخه نظارت او بررسي ترسره کړه.
د دغې بررسي په پایله کې د دارالوکالې متصدیانو او مدافع وکيلانو ته، د بلخ ولایت د عدلیې ریاست د مدافع وکيلانو آمر مولوي اسد الله ابو حمکت لهخوا د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.
د بلخ ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه د په یاد ولایت کې له دارالوکالو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخه ونیسي.