په بلخ ولایت کې د ۱۷ دارالوکالو نظارت او بررسي کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۴
.

 د بلخ ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، مزار شريف ښار په پنځمه ناحیه کې له ۱۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه او نور سندونه بررسي کړل.

مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د بلخ ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۳
Background image

په پروان ولایت کې څه باندې ۱۴ زره جریبه امارتي ځمکه استرداد شوې ده

 د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د رجب المرجب د میاشتې په ۱۲ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت له والي مولوي محمد ادریس انوري سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۰
Background image

د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د رجب المرجب د میاشتې په ۱۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد حنيف منير په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۴
Background image

په بلخ ولایت کې د ۱۷ دارالوکالو نظارت او بررسي کېدل

 د بلخ ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، مزار شريف ښار په پنځمه ناحیه کې له ۱۷ دارالوکالو. . .

BACK TO NEWS