په بدخشان ولایت کې د څه باندې ۱۰۴۱ جریبه ځمکې بررسي کېدل
د بدخشان ولایت د ځمکو له غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته، د جمادي الثاني د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د مرکز اړوند شپږمه ناحیه دشت قروغ ساحه کې څه باندې د یو زره يو څلوېښت (۱۰۴۱) جریبه امارتي ځمکې په اړه بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازم تصمیم ونیول شو.
همدارنګه په دې ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسيې هم تر بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول