پنجشیر کې څه باندې ۷ جریبه ځمکه وقفي تثبیت شوه
د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت په عنابې ولسوالۍ کې ۷.۷ جریبه ځمکه وقفي تثبیت کړه.
یاد هیئت د شعبان د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت عنابې ولسوالۍ ته سفر وکړ. هیئت د یادې ولسوالۍ د کرآبدره کلي اوسیدونکو سره وکتل او خبرې ورسره وکړې او هغوی ته یې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې تخنیکي هیئت د ساحې په بررسۍ پیل وکړ او په دې کلي کې کابو ۷.۷ جریبه ځمکه وقفي تثبیت کړه.