نیمروز ولایت کې څه دپاسه د ۶۰۰ جریبو امارتي ځمکو تثبیت
د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت د زرنج ښار د جنوب په بایناز او جمعه خان کلیو کې، څه دپاسه ۶۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تفکیک کړې.
د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، له عملیاتي پلان سره سم په یادو شویو کلیو کې ۶۴۱ جریبه ځمکه له املاکي دفترونو او کادستري نقشو سره سم امارتي تثبیت او تفکیک کړې.
د تخنیکي هیئت رئیس د یادې ځمکې د تثبیت په لړ کې وویل چې ددغې ځمکې یوه برخه خلکو ته په اجاره ورکړل شوې ده.
د یادولو وړ ده چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د کمېسیون د تخنیکي هیئتونو له جوړیدلو څخه وروسته، تردې دمه په نیمروز ولایت کې زرګونه جریبه ځمکه تثبیت او تفکیک شوې ده.