له مرکزي رئیسانو سره د عدلیې وزیر ناسته

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۱ - ۱۵:۵۰

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي، د ۱۴۰۰ د کب په ۱۰ د سه شنبې په ورځ د دې وزارت له یو شمېر مرکزي رئیسانو سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

په دې ناسته کې د هغو مجاهدینو د معاشاتو په اړه چې په دې وزارت کې نوی مقرر شوي او همداراز یې د مالي مسایلو او کاري نورو موضوعاتو په اړه بحث وکړ او نظرونه یې سره تبادله کړل.

د عدلیې وزارت سرپرست په دې ناسته کې د دې وزارت رئیسانو ته لارښوونه وکړه تر څو د نویو مقرر شویو کارکوونکو معاشات د منظورۍ له نېټې څخه ورکړي. همداراز په دې ناسته کې پرېکړه وشوه څو یو پلاوی د خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ او غزني ولایتونو ته سفر وکړي او د دغو ولایتونو د عدلیې ریاستونه له نږدې وګوري او کارونه یې وڅېړي او مشکلات یې معلوم کړي اود حل دپاره یې لازم تصمیمات ونیول شي.

د یاد پلاوي مشري به د دې وزارت د مالي او اداري چارو رئیس محترم مفتي صاحب فضل هادي په غاړه وي  او د امارت د قضایاوو، حقوقو، انسجام، حقوقي مرستو او د کورنۍ پلټنې له ریاستونو څخه یو یو تن به یې غړي وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۷
Background image

په تېره یوه اونۍ کې له ۱۳ داراوکالو څخه نظارت شوی

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۱۳ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۱۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۲۴
Background image

په سمنګان کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د سمنګان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د تېرې اونۍ په ترڅ کې د دغه ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظا. . .

BACK TO NEWS