عدلیې وزارت د یو کال په اوږدو کې ۱۰۱ تقنیني سندونه تسوید او تدقیق کړي دي

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۶:۱۳
.

د اسلامي امارت، عدلیې وزارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز «د امارتي ادارو د یوکال لاسته راوړنو تشریح» په برنامه کې د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ چې د دغه راپور پر بنسټ، د تېر یو کال په ترڅ کې د یاد وزارت لخوا ۱۰۱ تقنیني سندونه تسوید او تدقیق شوي دي.

دا برنامه نن یکشنبه د محرم الحرام د میاشتې په ۲۹ نېټه د عدلیې وزارت مسلکي معین، شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، مالي او اداري رئیس مولوي سید حبیب الحبیب، د امارت د قضایاو عمومي رئیس مولوي احسان الله وثیق، د بشري سرچینو رئیس مفتي رحمت‌الله حلیم او د یاد وزارت نورو مسؤولینو او د رسنیو او خبریالانو په ګډون سره جوړه شوه.

په دې برنامه کې د عدلیې وزارت مسلکي معین په خپلو خبرو کې وویل چې هر مسؤول او امیر پر خلکو د حکومت‌ولۍ د څرنګوالي په تړاو، پوښتل کېږي او د هغې مصداق، د نن ورځې ناسته ده چې هره اداره په شفاف او مستند ډول ملت ته د خپلو فعالیتونو حساب ورکوي.

په دوام کې د عدلیې وزارت مالي او اداري رئیس، مولوي سیدحبیب الحبیب د یاد وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې عدلیې وزارت په تېر کال کې  ۱۰۱ تقنیني سندونه تسوید او تدقیق کړي چې له دې جملې څخه د ۹۵ تقنیني سندونو فقهي تخریج ترسره شوی دی. دغه راز نوموړي وویل چې یاد وزارت، وزارتونو او امارتي ادارو ته ۱۸۴ قانوني مشورې وړاندې کړي او ۵۹ د تفاهم د یادښت او موافقه‌لیک په اړه قانوني نظر څرګند کړی.

نوموړي زیاته کړه چې د امارتي او عامه شتمنیو څخه د دفاع په برخه کې، د یاد وزارت لخوا د ملکیت او منقول او غیر منقول شتمنیو ۷ زره او ۹۲۸ قضیې حل او فصل شوي او له هغو څخه دفاع شوې چې په پایله کې ۲۳ حویلۍ، ۲۵ دوکانونه، ۲ لوړپوړیزې ودانۍ، یو کلینیک او ۲ سرایونه، څه باندې ۲ میلیارده افغانۍ او ۲۳۴ زره امریکايي ډالر د محکمو له لوري د اسلامي امارت په ګټه فیصله شوي دي.

د دغه راپور په بله برخه کې د عدلیې وزارت مالي او اداري رئیس وویل چې عدلیې وزارت د تېر کال په ترڅ کې د ۱۵۹۰ مدافع وکیلانو جوازلیکونه ثبت او نوي کړي او د مدافع وکیلانو او د هغوی د موکلینو ۲۶۰ شکایتونو ته یې هم رسیدګي کړې ده. په همدې موده کې ۲۲۰ اتحادیو او خیریه بنسټونو او ۳ زره او ۶۷۲ د معاملاتو لارښوونې جوازلیکونه صادر شوي او څه باندې ۴۰۰ خیریه بنسټونو او اتحادیو او ۵ زره او ۳۲۲ د معاملاتو لارښوونو څارنه او ارزونه ترسره شوې ده.

څه باندې ۱۱۰ زره تنو لپاره د حقوقي پوهاوي وړاندې کول، ۱۹۰۰ تنو لپاره د وړیا حقوقي مرستو وړاندې کول، ۱۸۳۰ تنو لپاره د حقوقي مشورو ورکول او د محکمې د حکم له امله د ۵۷۷ تنو بېوزلو تورنو برائت حاصل کول چې عدلیې وزارت له هغوی څخه دفاع کړې وه، په ۱۴۰۲ کال کې د عدلیې وزارت له نورو عمده فعالیتونو څخه دي چې  د یاد وزارت د مسؤولینو لخوا ورته اشاره وشوه.

د دې برنامې په پای کې د عدلیې وزارت مسؤولینو د قوانینو او له عامه شتمنیو څخه د دفاع په اړه د خبریالانو پوښتنو ته لازم ځوابونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS