د یوناما له استازی سره د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس لیدنه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۲:۳۷

د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس، مولوي صاحب فاتح الله فاتح، د ۱۴۰۰ د کب ۱۶ د دوشنبې په ورځ، د ختیځ زون لپاره د یوناما دفتر د بشر د حقوقو له مسؤول سیل ویستر سره وکتل او خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې، د عدلیې رئیس د دې ریاست د کاري ساحې په هکله هغه ته بشپړ معلومات وړاندې کړل، نوموړي وویل چې د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د څلورو آمریتونو لرونکی دی چې د هر یوه کاري ساحه توپیر لري.
د یوناما استازی د بشر د حقوقو په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو، انساني آزادیو او نورو موضوعاتو په برخه کې ځینې پوښتنې مطرح کړې چې د ښاغلی فاتح له لوري د خپل کاري ساحې په حدود کې معقول او منطقي ځوابونه وړاندې شول.
د عدلیې رئیس وویل چې د واقعي عدالت د تأمینولو په منظور د ښځو په حقوقو پورې اړوند په ټولو قضیو کې چې د اسلامي امارت عدلي او قضایي ارګانونو ته استول شوي دي، له شریعت او د افغانستان اسلامي امارت له اصولو سره سم پرېکړه شوې ده او د اسلامي امارت ټول مسؤولین د ښځو د حقوقو په هکله د امیرالمؤمنین وروستۍ فرمان ته، ژمن دي.
په دې لیدنه کې، د یوناما استازی له اسلامي امارت او د افغانستان خلکو سره د مرستې او همکاري ژمنه وکړه نوموړي وویل چې یوناما له اسلامي امارت سره په ټولو برخو کې همکار دی او له اوسنۍ نظام سره تعامل او همکارۍ ته ژمن دی

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۲:۵۰
Background image

په بلخ ولایت کې د ۱۸ دارالوکالو نظارت او بررسي کېدل

د بلخ ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت او د یاد ولایت د نورو ادارو څخه ګډ نظارتي پلاوي د مزار شریف ښار په پنځمه ناحيه کې د یو شمېر مدافع وکیلانو او دارالوکالو  له فعالیت څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۲:۳۱
Background image

په پکتيکا ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

د پکتيکا ولایت عدلیې رياست، د ذوالحجې د مياشتې په ۵ مه نېټه د چهار شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستو برنامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۲:۸
Background image

په څلور ولایتونو کې ۴۸۵ تنو ته حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې شوې

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او ولایتي امریتونو یې  په څلورو ولایتونو کې ۴۸۵ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي. 
دغه برنامې د ذوالحجې د میاشتې په ۵ مه نېټه د چهار. . .

BACK TO NEWS