د کندهار ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد د کمېسیون د تخنیکي کمېټې د ناستې جوړیدل

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۱۰:۶
.

د کندهار ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د تخنیکي کمېټې ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۲۰ نېټه د سه شنبې په ورځ ددغې کمېټې رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د عدلیې رییس او ددغې کمېټې غړي الحاج مولوي نور اغا هاشمي او د یادې کمېټې نورو غړو ګډون درلود او د کندهار ښار د عینو مینې ښارګوټې په اړه يې بحث او خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې لومړی د تېرې ناستې موضوعات وڅېړل شول و په دغې برخه کې اړوندو مسوولینو خپل راپورنه وړاندې کړل.

.

په یاده ناسته کې د کندهار ښار د عینو مینې د ښارګوټي په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او ددغه ښارګوټي مسوولینو ددغې کمېټې  د تېرې ناستې پریکړې په تړاو د خپل کړنو په اړه معلومات ورکړل.

په دغې ناسته کې پرېکړه وشوه چې ددغې کمېټې ټول غړي باید په ټاکل شوي وخت په راتلونکو ناستو کې حاضر او ورسپارل شوي مسوولیتونو په خپل وخت سرته ورسوي.

دغه راز په یاده ناسته کې د عینو مینې د ښارګوټو مسوولینو ته دنده وسپارل شوه چې ددغه ښارګوټي د روانو او ځنډول شوو ساختماني کارونو په اړه معلومات ددغه کمېسیون له تخنیکي کمېټې سره شریک کړي او د افکو شرکت جواز چې وخت یې بشپړ شوی، تمدید کړي.

.

ددغې کمېټې د تېرې ناستې د پرېکړې پر بنسټ، نن د بانک لخوا یو میلیون امریکايي ډالر د عینو مینې ښارګوټي مسوولینو ته تسلیم شول او ټاکل شوې چې یو میلیون ډالر نور سبا هغوی ته وسپارل شي.  

پاتې دې نه وي چې د عینو مینې ښارګوټي شاوخوا ۱۰۰ کورنو او د نورو سیمو کارونه په عادي توګه روان دي؛ په داسې حال کې چې پخوا د ځینو ستونزو د موجودیت په دلیل یاد شوي کارونو ځنډول شوي وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS