د کندهار ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۱:۳۷
.

د کندهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۶ نېټه د شنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په پيل کې د تېرې ناستې  پریکړو څخه بیا کتنه وشوه او ورپسې د یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

په دغې ناسته کې، د لویې ویالې په حریم کې د جوړو شویو دوکانونو او د چارو د ادارې د لیک پر اساس د کندهار ولایت او زابل ولایت ترمنځ د پولو د تعیین او ویشلو په اړه، بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

دغه راز په دغې ناسته کې، له یوې ادارې څخه بلې ادارې ته د امارتي ملکیتونو د لیږد په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې له کړنلارې سره سم د پړاونو تېرولو پورې، د تاسیساتو له جوړولو څخه په کې ډډه وشي. دغه راز د ښاروالي دوه قطعو ځمکو په اړه چې یوه یې په دوه یمه ناحیه کې او دوه یمه یې د کندهار ښار په پنځمه ناحیې کې موقعیت لري، بحث او د نظرونو تبادله وشوه چې دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

ددغې ناستې په پای کې، له محکمو څخه د استول شویو دوسیو او ځینو نورو مهمو مواردو په اړه بحث وشو او په بحث کې د شاملو موضوعاتو په اړه ګډونکوونکو خپل نظرونه سره شریک کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS