د کندز ولایت له والي سره د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۹:۲۷
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شعبان د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت له والي ملا نثار احمد نصرت سره وکتل او د خپل کاري راپور یې له نوموړي سره شریک کړ.

په دې کتنه کې د تخنیکي هیئت رئیس د کندز ولایت والي ته د فیض آباد او رئیس آباد ښارګوټو او د ظلم آباد ساحې د ځمکو په تړاو د کمېسیون د مصوبې په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د یادې مصوبې په اساس، د فیض آباد ښارګوټي ۴۶ جریبه ځمکه چې امارتي تثبیت شوې وه، استرداد شوې او پاتې موضوعات اختصاصي محکمې ته وړاندې شوي دي.

دغه راز هیئت د عسقلان ساحې د ۱۷۱۵ جریبه ځمکې د استرداد او په تېرې یوې میاشتې کې د خپلو نورو لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د کندز والي د تخنیکي هیئت د فعالیتونو په قدردانۍ له یاد هیئت سره د ولایت د مقام د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او دغه هیئت ته یې د یو شمېر موضوعاتو په اړه هم لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS