د کندز ولایت له والي سره د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت کتنه

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شعبان د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت له والي ملا نثار احمد نصرت سره وکتل او د خپل کاري راپور یې له نوموړي سره شریک کړ.
په دې کتنه کې د تخنیکي هیئت رئیس د کندز ولایت والي ته د فیض آباد او رئیس آباد ښارګوټو او د ظلم آباد ساحې د ځمکو په تړاو د کمېسیون د مصوبې په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د یادې مصوبې په اساس، د فیض آباد ښارګوټي ۴۶ جریبه ځمکه چې امارتي تثبیت شوې وه، استرداد شوې او پاتې موضوعات اختصاصي محکمې ته وړاندې شوي دي.
دغه راز هیئت د عسقلان ساحې د ۱۷۱۵ جریبه ځمکې د استرداد او په تېرې یوې میاشتې کې د خپلو نورو لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د کندز والي د تخنیکي هیئت د فعالیتونو په قدردانۍ له یاد هیئت سره د ولایت د مقام د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او دغه هیئت ته یې د یو شمېر موضوعاتو په اړه هم لارښوونې وکړې.